IQNA

د تسنیم تفسیر ۸۰  جلده دوره  د امیرالمؤمنین (ع) حرم ته ډالۍ شوه + انځور

13:35 - May 11, 2025
د خبر لمبر: 3491098
ایکنا - د آیت‌الله عبدالله جوادي آملي په شتون سره به د تسنیم تفسیر ۸۰ جلده دوره د هغه لخوا د امیرالمؤمنین امام علي (ع) حرم ته ډالۍ شي. 

د ایکنانیوز  د خبریال په حواله، ستر دینی  مرجع تقلید آیت‌الله العظمى عبدالله جوادي آملي د جمعې په سهار، د غوایي ۱۹مه، د نجف اشرف د علوي آستان له  تولیت سره په لیدنې کې، وروسته له  دې  چې د حرم تولیت سید عیسى الخرسان خپل راپور وړاندې کړ، د علوي آستان تولیت ته وویل: «له خدای شکر وباسئ چې تاسو ته ئې په دې مقدس بارگاه کې د خدمت کولو توفیق درکړی دی؛ تاسو په داسې مقدس آستان کې خدمت کوئ چې د قران کریم تالي‌تلو دی.» 

هغه د علوي آستان لخوا د زیارتوالو ، په تیره بیا  د حسیني اربعین په  دستورو او پلي لاریون کې، د پراخو خدمتونو یادونه وکړه او ټینګار ئې وکړ: «د حسیني اربعین ولولناکې او پرتمینې دستورې  د عبادت ترڅنګ، یو سیاسي او ټولنیز حرکت هم دی، ځکه چې د اسلامي امت د یووالي او پيوستون  لامل کیږي.   

آیت‌الله جوادي آملي دا هم وویل: «قرآن او اهل بیت علیهم السلام تل د مسلمانانو د یووالي چورلیز او عامل دي.

د نجف اشرف  د  علوي حرم تولیت سید عیسى الخرسان په دغې لیدنې کې د دغه ستر فقیه په شتون  خوښي څرګنده کړه او و ې ویل: «مونږ ټول د اهل بیت  علیهم السلام په دسترخوان  ناست یو او د هغوی د زیارتوالوپه خدمت کولو ویاړ و.» هغه زیاته کړه: «د اربعین مراسم هر کال د تېر کال په پرتله په لا  ولولناک او پرتمین ډول ترسره کیږي او   کلتوري او عقیدتي اړخونه ئې ورځ تر ورځې پراخیږي.» 

هغه د نجف اشرف د حوزې علمي هزار کلنۍ د لمانځنې مراسمو ته په اشارې وویل: په ټولې نړۍ کې کم علمي مرکزونه شته چې زر کاله پخوانۍ مخینه  ولري او له کوم ځنډ پرته  ئې بشریت ته خدمت کړي وي.» 

یادونه وشوه چې آیت‌الله جوادي آملي  د عتبات عالیات د زیارت لپاره  عراق ته سفر کړی او په دغه سفر کې د امیرالمؤمنین امام علي (ع) او په کربلا، کاظمین او سامرا کې د نورو معصومو امامانو (ع) د زیارتونو کولو نیت  لري.

 

آیت‌الله العظمی عبدالله جوادی آملی از مراجع معظم تقلید شیعهآیت‌الله العظمی عبدالله جوادی آملی از مراجع معظم تقلید شیعهدوره کامل تفسیر ۸۰ جلدی تسنیم به حرم امیرالمؤمنین (ع) اهدا می‌شود

 

  پیامhttps://iqna.ir/fa/news/4281327

captcha